کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سرپرست حکومت: د ټاپي پروژې پلې کېدو ته چمتو یوو

د کانونو او پټرولیم وزارت مسؤولا وايي، افغان حکومت د ټاپي پروژې د پلې کېدو په برخه کې پوره چمتوالی لري. د یاد وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس مراد امانوف، او د  ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف سره لیدلي او د کارونو په چټکتیا یې خبرې کړي دي .ښاغلي دلاور په دی لیدنه کې ویلی چې ټا…

2024-02-18 07:29 43۱ دقیقې لوستل
سرپرست حکومت: د ټاپي پروژې پلې کېدو ته چمتو یوو

د کانونو او پټرولیم وزارت مسؤولا وايي، افغان حکومت د ټاپي پروژې د پلې کېدو په برخه کې پوره چمتوالی لري. 
د یاد وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس مراد امانوف، او د  ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف سره لیدلي او د کارونو په چټکتیا یې خبرې کړي دي .
ښاغلي دلاور په دی لیدنه کې ویلی چې ټاپي پروژه د افغانستان او ټولو هغو هېوادونو لپاره ګټوره ده چې په دې پروژه کې شامل دي او ټول افغانان د دې پروژې ملاتړ کوي ‏او اسلامي امارت هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
د یاده ولو وړ ده چې ټاپي پروژه د ګازو پيپ  ليکه ده چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته ګاز انتقال وي چې ویل کیږي افغانستان به په کلني ډول (۴۰۰) میلیونه ډالر د ټرانزیټ له لارې لاس ته راوړي.
 

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب