د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې سرپرست حکومت د ټاپي پروژې چارو عملي پیل ته ژمن دی.
د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د ټاپي او افغانستان ته د مایع ګاز د لېږد په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
امیر خان متقي ویلي، خوښ دي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې عملي چارې چټکې شوې دي.
هغه هیله څرګنده کړې چې هرات ولایت پورې د یادې نللیکې لومړی فاز ژر بشپړ شي.
په همدې حال کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال ویلي، د ټاپي پروژه دوی لپاره ځانګړی ارزښت لري او هڅه کوي چې چارې یې بشپړې کړي.
امیرخان متقي څو ورځې وړاندې ترکمنستان ته په یو رسمي سفر تللی چې د یاد هېواد له بېلابېلو چارواکو سره یې لیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د کانونو او پټروليم وزارت ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د ترکمنستان هېواد په همکارۍ په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې پیل شي.




