د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې، له افغانستان سره د سيمې او نړۍ خواخوږي او همکاري د تقدير وړ بللې او د افغان ولس په نمايندګي يې ترې مننه کړې.
د اعلاميې له مخې، قطر، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، کويټ، پاکستان، ايران، ترکيې، هند، روسيې، چين، اوزبکستان، اذربايجان، جاپان، مصر، جنوبي افریقا، متحده ايالتونو، د ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاريو سازمان او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو په تړاو له سرپرست حکومت سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
اعلاميه کې همداراز راغلي، سرپرست حکومت له خپلو ټولو شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې ترڅو په هېواد او په ځانکړي ډول بغلان کې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمن شويو کورنيو سره مرستې وکړي.
د يادونې وړ ده چې د هېواد په غور، فارياب، بادغيس او ځينو نورو ولايتونو کې له تېرې ورځې راهيسې سېلابونو راوتي او ويل کيږي چې ګڼ ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.




