کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سوداګرۍ وزارت: افغانستان تېرو ۶ مياشتو کې بهرنيو هېوادونو ته د ۷۵۹ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېرو شپږ مياشتو کې افغانستان بهرنيو هېوادونو ته د شاوخوا ۷۵۹ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي. د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد په وینا، د افغانستان د صادراتو ډېره برخه یې پاکستان، ایران، هندوستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکيې، چین، عراق او متحده عربي اماراتو ته شوي دي. هغه وا…

2023-09-24 22:23 137۱ دقیقې لوستل
سوداګرۍ وزارت: افغانستان تېرو ۶ مياشتو کې بهرنيو هېوادونو ته د ۷۵۹ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېرو شپږ مياشتو کې افغانستان بهرنيو هېوادونو ته د شاوخوا ۷۵۹ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد په وینا، د افغانستان د صادراتو ډېره برخه یې پاکستان، ایران، هندوستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکيې، چین، عراق او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

هغه وايي، د افغانستان په مهمو صادراتي توکو کې سکاره، بېلابېلې وچې او تازه مېوې، طبي بوټي په ځانګړې توګه د زعفرانو او زعفرانو تخم، زعفران او غالۍ شامل دي.

۱۴۰۱ میلادي کال کې افغانستان بهرنيو هېوادونو ته د څه باندې دوه میليونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي وو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، تېرو شپږ میاشتو کې د افغانستان د وارداتو کچه ۸۷۴ ميليونه ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه بهرنيو هېوادونو ته د صادراتو د زياتېدو لامل د تجارت په برخه کې رامنځته شوي سهولتونه یادوي.

د دوی په وینا، حکومت باید د وارداتو د کچې د راټيټېدو لپاره په کور دنننه د توليد کچه پراخه کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب