د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له ترکمنباشي بندر څخه لیدنه کړې ده.
نورالدین عزیزي له یاد بندره د لیدنې پرمهال ویلي، ترکمن باشي بندر د خزر حوزې هېوادونو سره د افغانستان ټرانزېت لپاره مهمه لار ده.
یاد وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې د عزیزي له خولې لیکلي چې افغانستان هم د سویلي اسیا بازار سره د ترکمنستان د اتصال غوره لار ده.
سرپرست وزیر زیاته کړې، افغانستان او ترکمنستان د مناسب جغرافیایي موقعیت په لرلو سره د دواړو هېوادونو په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولای شي.
نوموړي ویلي، ترکمنباشي بندر کې د افغانستان د اړتیا وړ خامو توکو د لېږد لپاره اسانیتاوې برابرې شوي او هڅه کوي چې څو له دغه بندره ډېر کار واخیستل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغان – ترکمن د سوداګرۍ نښلولو لومړني کنفرانس پرانېستې، د افغانستان تولیداتو او محصولاتو نندارتون، د افغانستان او ترکمنستان خصوصي سکتور دوه اړخیزې ناستې او د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د دوه اړخیزو اقتصادي، پراختیایي او سوداګریزو ناستو کې د ګډون لپاره ترکمنستان هېواد ته په سفر تللی دی.
د معلوماتو له مخې، له هغه سره په دې سفر کې د ښځو په ګډون یو شمېر افغان سوداګر هم مله دي.
د یادونې ده چې په وروستیو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان سوداګري غوړېدلې او چارواکي ډاډ ورکوي چې د لا پراختیا لپاره یې هڅې کوي.




