کورنیو چارو وزارت د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د څار اداره د (سیگار) تازه راپور په غبرګون کې ویلي، د افغاستان سرپرست حکومت د مهمو اقداماتو له برخو څخه یو هم د نشه يي توکو په وړاندې جدي مبارزه کول دي.
اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې د نشهيي توکو د کښت، قاچاق، تولید، اکمالاتو او ذخیرې په وړاندې مبارزه کې هیڅ ډول ستثنا شتون نهلري او پولیسو د دې ناوړه پدیدې د له منځه وړلو لپاره رغنده مبارزه کړې ده.
یاد وزارت ویلي، افغانستان کې د نشهيي توکو د کرکيلې په اړه د ځينو بهرنيو بنسټونو او هېوادونو څرګندونې او اندېښنې بې ځايه دي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، د لومړي ځل لپاره په ټول هېواد کې د نشهیي توکو پدیده له منځه تللې او د هېواد له ټولو ښارونو او واټونو څخه په نشهیي توکو روږدي کسان راټول او درملنه یې شوي ده.
نوموړي زیاته کړې، په تېرو دوو لسيزو کې له نشهيي توکو سره د مبارزې په نوم پروژو کې د زياتو پيسو له تخصيص او د لسګونو بهرنيو هېوادونو له شتون سره بيا هم په افغانستان کې نشهيي توکو وده کړې وه او دغه هېواد د نشهیي توکو په سوداګريز او توليدۍ مرکز بدل شوى و.
قانع وایي، په راتلونکي کې به چاته اجازه ور نهکړي چې د تېرو کالونو په څېر افغانستان يو ځل بيا نشهیي توکو د سوداګرۍ او قاچاق په مرکز بدل کړي.
د یادونې وړ ده چې سیګار تازه داسې راپور خپور کړی و چې افغانستان کې یې نشهیي توکو کاروبار دوام لري او سرپرست حکومت يې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.




