کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سیګار: د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اوسني حکومت ته ۲۳۹ میلیونه ډالر ورکړي

د افغانستان په بیارغونې د امریکا د څار د ځانګړې ادارې (سیګار) راپور ښیې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال اوسني حکومت  ۲۳۹ میلیونه ډالر ورکړې دي.  سیګار د پخوانیو سرتیرو د افغان متحدینو په ایستلو، اوسني حکومت ته د افغانستان واک په لاس کې ورکولو ا…

2024-08-05 23:34 127۱ دقیقې لوستل
سیګار: د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اوسني حکومت ته ۲۳۹ میلیونه ډالر ورکړي

د افغانستان په بیارغونې د امریکا د څار د ځانګړې ادارې (سیګار) راپور ښیې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال اوسني حکومت  ۲۳۹ میلیونه ډالر ورکړې دي. 

سیګار د پخوانیو سرتیرو د افغان متحدینو په ایستلو، اوسني حکومت ته د افغانستان واک په لاس کې ورکولو او د امریکا پوځي تاسیساتو نیولو سره د یاده وزارت په پاتې والي نیوکه کړې ده.

یاد راپور کې ویل شوي، د افغانستان په جګړه باندې د امریکا دوه زره ۲۶۱ ټریلیون ډالر لګښت شوی او دغه راز د دغه هېواد دوه زره ۴۴۸ نظاميان، درې زره ۸۴۶ قراردادیان او تر ۴۵۰۰۰ ډېر ملکي افغانان په‌کې وژل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب