د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشريزه ناسته کې پر سولهييز او باثباته افغانستان ټينګار شوی دی.
د ياد سازمان غړو هېوادونو غونډه تېره ورځ د يوې اعلاميې په خپرېدو سره پای ته ورسېده.
د روسيې په ګډون تاجکستان هم په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت ټينګار کړی دی.
په دغه غونډه کې روسيې، چين، هند، ايران، قزاقستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ګڼو نورو هېوادونو ګډون درلود.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په دغه غونډه کې ويلي وو، د افغانستان سرپرست حکومت يې د ترهګرۍ په ځپلو کې ملګری دی.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف د افغانستان سرپرست حکومت د افغانستان قانوني واکمن بللی وو.
بايد وويل شي چې بلاروس د لسم هېواد په توګه شانګهای سازمان غړی شو.




