کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

شاهد افريدی: که يوه لوبډله په لېوالتيا سره لوبه وکړي هر څه ترلاسه کولای شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شاهد افريدي د افغانستان او بنګلاديش ترمنځ وروستۍ لوبې ته په اشارې ليکلي، که يوه لوبډله په لېوالتيا او د زړه له تله لوبه وکړي هر څه ترلاسه کولای شي. نوموړي افغانستان ته د ننۍ بريا مبارکي ويلې او دغه بريا يې تاريخي ياده کړې. د‌ ده په خبره، د راشد خان غوره رهبري او د نوين ښه ت…

2024-06-25 04:35 1,404۱ دقیقې لوستل
شاهد افريدی: که يوه لوبډله په لېوالتيا سره لوبه وکړي هر څه ترلاسه کولای شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شاهد افريدي د افغانستان او بنګلاديش ترمنځ وروستۍ لوبې ته په اشارې ليکلي، که يوه لوبډله په لېوالتيا او د زړه له تله لوبه وکړي هر څه ترلاسه کولای شي.

نوموړي افغانستان ته د ننۍ بريا مبارکي ويلې او دغه بريا يې تاريخي ياده کړې.

د‌ ده په خبره، د راشد خان غوره رهبري او د نوين ښه توپ اچونه د ننۍ بريا اصلي لاملونه وو.

افغانستان بنګلاديش په اته منډو مات کړ او د سږ کال نړۍوال جام نيمه پای لوبې ته يې لار پيدا کړه.

افغان لوبډله به په نيمه پای لوبه کې له سويلي افريقا سره خپل بخت ازمايي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب