کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان راپور رد کړ

‎عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال  ‎سازمان هغه راپور رد کړ، چې په کې ویل شوي وو، د زړه ناروغۍ له امله هر کال ۴۰ زره افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. ‎د یاد وزارت له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري خپاره شوي ارقام کره نه دي.  ‎اعلامیه زیاتوي، چې په ۲۰۲۴…

2025-09-22 04:28 176۲ دقیقې لوستل
عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان راپور رد کړ

‎عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال 

‎سازمان هغه راپور رد کړ، چې په کې ویل شوي وو، د زړه ناروغۍ له امله هر کال ۴۰ زره افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

‎د یاد وزارت له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري خپاره شوي ارقام کره نه دي. 

‎اعلامیه زیاتوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲۰ زره د زړه ناروغان په روغتونونو کې بستر شوي وو؛ خو دا شمېر د مړینو نه، بلکې د بستر شویو ناروغانو دی.

‎عامې روغتیا وزارت له نړیوالو ادارو غوښتنه کړې، چې خپل معلومات دې له دغه وزارت سره په همغږۍ خپاره کړي، څو د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي.

‎د یادونې وړ ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې په افغانستان کې د غیر ساري ناروغیو له امله د مړینې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې هر کال د زړه ناروغۍ له امله ۴۰زره افغانان خپل ژوند بایلي.

د یاد سازمان له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د افغانستان خلک له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخ دي او غیر ساري لکه د زړه، شکر، سرطان او تنفسي ناروغیو د مړینې کچه ورځ تر بلې لوړېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب