کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عراقچي: د هرمز تنګي د امنیت ساتل د ایران دنده ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل هندي سیال جی شنکر سره په لیدنه کې ویلي، چې له هرمز تنګي ساتنه او د امنیت ټینګښت یې د ایران دنده او د تل لپاره به دغه دنده سرته ورسوي. نوموړي دغه څرګندونې د برېکس سازمان د هېوادونو د غونډې په یوه څنډه کې کړي دی. عراقچي په دغه لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې ایران د خپلو ملګرو هېو…

2026-05-16 02:32 118۱ دقیقې لوستل
عراقچي: د هرمز تنګي د امنیت ساتل د ایران دنده ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل هندي سیال جی شنکر سره په لیدنه کې ویلي، چې له هرمز تنګي ساتنه او د امنیت ټینګښت یې د ایران دنده او د تل لپاره به دغه دنده سرته ورسوي.

نوموړي دغه څرګندونې د برېکس سازمان د هېوادونو د غونډې په یوه څنډه کې کړي دی.

عراقچي په دغه لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې ایران د خپلو ملګرو هېوادونو لپاره د باور وړ شریک دی او هېوادونه کولای شي چې تکیه پرې وکړي.

هاخوا بیا د هند د بهرنیو چارو وزات هم ویلي، چې د دغه وزارت مشر له عراقچي سره د لویديځي اسیا د حالت په تړوا اغېزناک بحثونه کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب