د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوې خبر پاڼه کې وايي، چې غزني ولایت کې د آیوډین لرونکې مالګې د تولید او پروسس فابریکه جوړه شوه.
په اعلامیه کې راغلي، چې د عمر شیرین زاده آیوډین لرونکې مالګې د تولید او پروسس دغه فابریکه د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت په اوه جریبه ځمکه کې له یو روغتیايي کلینیک سره یو ځای په معیاري ډول جوړه شوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې ددې فابریکې په جوړېدو په مستقیم ډول د 250 تنو لپاره د کار زمینه برابره شوه.
دا فابریکه د «کیفیت» په نوم پنځه ډوله پروسس شوې آیوډین لرونکي مالګه بازار ته وړاندې کوي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې یاده فابریکه به له دې وروسته په ننګرهار، مزارشریف او هرات ولایتونو کې هم فعالیت پیل کړي.
تېره ورځ د کابل په «سنګ نوشته» سیمه کې هم د آیودین لرونګې مالګې د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه.
څو ورځې وړاندې د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت په اقتصادي غونډه کې پرېکړه شوې وه، چې هېواد کې به د مالګې د پروسس فابريکې جوړوي.
د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان وايي، افغانستان په کلني ډول د ۳۰ ميليونه ډالرو په ارزښت ۳ لكه ټنه خوراکي، حیواني او صنعتي مالګه کاروي.
هغه زياتوي، له رسوبي مالګې پرته افغانستان یواځې په تخار کې ۳۰۰ ميليون ټنه معدني مالګه لري، چې د راتلونکو ۱۰۰۰ کاله بسنه کوي.




