ټاکل شوې، نن چهارشنبه په قرغزستان کې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکلاسن، د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د دې ټولنې ځانګړې استازې تیري هاکلا او افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.
د یادونې ده چې منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې تیري هاکلا او افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن د سېشنبې په ورځ بشکیک ته رسېدلي دي.
د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د بشکیک په غونډه کې به د افغانستان پر ټولنیز - اقتصادي وضعیت، له افغانستان سره د مرستو په اړه، همدا راز په افغانستان کې د مخدرو موادو د قاچاق او د ترورېستي فعالیتونو پر ضد د دولتونو پر هڅو خبرې وشي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې ورته غونډې په بروکسل، تاشکند او قزاقستان کې هم جوړې شوې وې.




