قزاقستان ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد په شیمکنت ښار کې د افغاني تولیداتو او لاسي صنايعو نندارتون پرانېستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې نندارتون کې لسګونه افغاني شرکتونو خپل کورني تولیدات، لاسي صنایع او بېلابېل توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.
د نندارتون موخه د افغاني محصولاتو معرفي، د صادراتو پراختیا او د سیمهییزو سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون به د دوو ورځو لپاره دوام ولري.
د یادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یو پلاوي په مشرۍ د تېرې شنبې په ورځ قزاقستان ته سفر وکړ.
افغان پلاوي د دې سفر په لړ کې له لوړ پوړو قزاق چارواکو و په دغه هېواد کې له مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو سره لیده کاته کړي دي.




