د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال نن کابل کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عبدالعزيز الخليفي سره ليدلي دي.
اقتصادي معاونيت په يوه ليکلي بيان کې ويلي، دواړه لوريو پر سياسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي.
اقتصادي مرستيال له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د قطر له همکاري مننه کړې او غوښتنه يې کړې چې دغه اړيکې دې لا پراخې شي.
نوموړي اوسني وضعیت ته په اشارې ويلي، افغانستان کې د پانګونې پراخه فرصتونه برابر شوي او قطري پانګوال کولای شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ده همداراز ويلي، حکومت يې د پانګوالو ملاتړ کوي او د پانګونې په موخه ورته بشپړې اسانتياوې برابروي.
د دغې ليدنې پر مهال الخليفي ويلي، هڅه کوي چې د خپل هېواد پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او په همدې تړاو به قطري پانګوال په نږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي.
نوموړي دغه راز ويلي، له خپلو نړيوالو هوايي شرکتونو سره يې خبرې پيل کړي ترڅو افغانستان ته الوتنې پيل کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې لا پیاوړې شي.
ده همداراز د افغانستان په تړاو دوحه کې په درېيمه جوړېدونکې غونډه کې د افغان استازي د ګډون غوښتنه وکړه او ويې ويل، د افغان استازي په شتون کې به دغه غونډه يوې معلومې پايلې ته ورسيږي.
نوموړي وويل، ملګرو ملتونو ته يې خپل دريځ واضح کړی چې که افغان استازی په دغه غونډه کې نه وي، نو پايله به يې هم معلومه نه وي.
ورته مهال اقتصادي مرستيال ويلي، نړۍ دې د افغانستان دريځ ته درناوی وکړي او خبره دې يې واوري.
ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د قطر پلازمېنه دوحه کې درېیمه نړيواله غونډه د راتلونکې جون میاشتې په ۳۰ مه نېټه جوړه شي.




