کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

قطر: په رسمي توګه افغانستان کې د امریکا د ګټو ملاتړ کوو

کابل کې د قطر شارزدافیر، میردوف القاشوطي وايي، چې قطر په رسمي توګه افغانستان کې د امریکا د ګټو ملاتړ کوي.هغه له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې هېواد یې د یوه منځګړي په توګه همېشه د ټولو اړخونو لپاره د خبرو اترو زمینه برابروي.دغه مرکه لا بشپړه نه ده خپره شوې، او اوس یې یواځې مهمې نقطې د یوه اعلان په شکل خپرېږي…

2025-08-31 12:59 226۲ دقیقې لوستل
قطر: په رسمي توګه افغانستان کې د امریکا د ګټو ملاتړ کوو

کابل کې د قطر شارزدافیر، میردوف القاشوطي وايي، چې قطر په رسمي توګه افغانستان کې د امریکا د ګټو ملاتړ کوي.
هغه له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې هېواد یې د یوه منځګړي په توګه همېشه د ټولو اړخونو لپاره د خبرو اترو زمینه برابروي.
دغه مرکه لا بشپړه نه ده خپره شوې، او اوس یې یواځې مهمې نقطې د یوه اعلان په شکل خپرېږي.

القاشوطي د خپلو خبرو په یوه څنډه کې ويلي چې قطر د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ادامه ورکوي او د ټولو هغو کارونو او پلانونو ملاتړ کوي، چې افغانستان ته ثبات راولي.

نوموړي همدا راز د دوحي د ناستو یادونه کړې، او ویلي یې دي چې دا ناستې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې تر منځ د سياسي ستونزو د حل لپاره دي.

قطر په وروستیو دوو لسیزو کې د افغانستان په سیاسي او ډيپلوماټیکو مسایلو کې مهم رول لوبولی دی. دغه هېواد په ځانګړي ډول د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د کوربه‌توب له امله د افغانستان په تړاو د منځګړیتوب یو مهم مرکز ګرځېدلی. د ۲۰۲۰ کال د سولې تړون خبرې هم په دوحه کې ترسره شوې وې، چې په پایله کې یې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ تړون وشو.

کابل کې د امریکا د سفارت د تړل کېدو وروسته، قطر د امریکا لپاره د افغانستان د ګټو د ساتلو مسوولیت په غاړه واخیست او په کابل کې یې د خپل سفارت له لارې دغه ماموریت پرمخ وړي. قطر نه یوازې د سیاسي خبرو اترو د کوربه‌توب لپاره مهم ځای ګڼل کېږي، بلکې د بشري مرستو په برخه کې هم له افغانانو سره اوږدمهاله همکاري لري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب