کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

لاوروف: افغانستان کې د نورو هېوادونو پوځي تاسيسات د منلو نه دي

 د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د مسکو مشورتي فارمټ د اوومې ناستې پيل کې ويلي، افغانستان کې د درېيمو هېوادونو له لوري پوځي تاسيسات د منلو وړ نه دي. هغه ټينګار کړی، چې نه يوازې افغانستان بلکې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو کې هم ورته دغه ډول تاسيسات د منلو وړ نه دي. نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د متحد…

2025-10-07 06:32 204۱ دقیقې لوستل
لاوروف: افغانستان کې د نورو هېوادونو پوځي تاسيسات د منلو نه دي

 د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د مسکو مشورتي فارمټ د اوومې ناستې پيل کې ويلي، افغانستان کې د درېيمو هېوادونو له لوري پوځي تاسيسات د منلو وړ نه دي.

هغه ټينګار کړی، چې نه يوازې افغانستان بلکې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو کې هم ورته دغه ډول تاسيسات د منلو وړ نه دي.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي وو، له هرې لارې چې وي، افغانستان کې د باګرام پوځي او هوايي اډه بېرته ترلاسه کوي.

لاوروف دغه ناسته کې زياته کړې چې اسلامي امارت د نشه يي توکو پر وړاندې کافي مبارزه کړې ده.

نوموړي همداراز ډاډ ورکړی چې هېواد یې چمتو دی، چې افغانستان سره د داعش خلاف مبارزه کې همکاري وکړي.

دغه ناسته چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په ګډون د پاکستان، ايران، چين، تاجکستان، ازبکستان، قرغيزستان، ترکمنستان او بلاروس هېوادونو استازو پکې ګډون درلود، د روسيې په کوربه توب شوې ده.

ياده ناسته کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ افغانستان سره پر سوداګريزې همکارۍ هم خبرې شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب