هندي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د عوایدو ادارې په ممبۍ هوايي ډګر کې د له افغانستان سرکونسله ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیول شوي دي.
د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه نهه ورځې وړاندې هغه مهال رامنځته شوې چې ذکیې وردګ غوښتل دغه سره زر له دوبۍ هند ته قاچاق کړي.
دې ورځپاڼې زیاته کړې چې ذکیه وردګ د افغانستان سیاسي پاسپورټ څخه په استفادې پر قاچاق لاس پورې کړی دی.
بلخوا ذکیه وردګ دې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې نوموړې دا مهال تر درملنې لاندې ده او په وینا یې، له دې «تور» حیرانه او اندېښمنه شوې.
خبرياله: حبیبه صها




