کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له الوان دښتې تر ارغندي سبسټیشن د ۵۰۰ ولټ برېښنا د لېږد مزي د غځولو چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه خبر ورکړی چې د پلخمري له الوان دښتې تر کابل ارغندي سبسټېشن پورې د ۵۰۰ ولټ برېښنا لېږد مزي د غځولو چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي. په خبرپاڼه کې راغلي دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له مهمو پروژو څخه ده چې چارې یې تر اوسه ۷۵ سلنه پر مخ تللې دي چې له تکمېدلو سره به یې د هېواد ۱۲ و…

2025-01-05 20:45 73۱ دقیقې لوستل
له الوان دښتې تر ارغندي سبسټیشن د ۵۰۰ ولټ برېښنا د لېږد مزي د غځولو چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه خبر ورکړی چې د پلخمري له الوان دښتې تر کابل ارغندي سبسټېشن پورې د ۵۰۰ ولټ برېښنا لېږد مزي د غځولو چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له مهمو پروژو څخه ده چې چارې یې تر اوسه ۷۵ سلنه پر مخ تللې دي چې له تکمېدلو سره به یې د هېواد ۱۲ ولایتونو ته برېښنا ولېږدول شي.

د سرچینې په وینا دا مهال د نوموړې پروژې د پونډېشن، پایو نصبولو او د لین کشۍ کارونه په تېزۍ سره دي او ویل کېږي چې له ټاکل شوي مهال ویش سره سم به یې کارونه سرته ورسېږي.

دغه پروژه چې د پلخمري له الوان دښتې نیولي تر کابل ارغندي سبسټېشن پورې غځېدلې ۲۳۸ کیلو متره اوږدوالی لري چې د کارونو په سرته رسېدلو سره به یې د کابل، بغلان، پروان، میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته په منظم ډول برېښنا ولېږدول شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب