د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ویاند پر اېکس پاڼه خبر ورکړی چې له ایران څخه د خواف-هرات اوسپنیزې کرښې له لارې په تېرو دوو ورځو کې په سوداګریزو توکو بار ۵۳ واګونې په درې بېلابېلو قطارونو کې د هرات روزنک سټیشن له لارې هېواد ته رارسېدلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وروستیو کې ځکه د یادې اوسپنیزې کرښې له لارې له ایران سره د سوداګریزو توکو د لېږد-رالېږد کچه لوړه شوې ده چې ددې لارې د څلورمې قطعې د لومړۍ برخې رغنیزې چارې ۸۰ سلنه پاې ته رسېدلې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې کارونه بشپړ شي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس لیکلي چې د خواف-هرات اوسپنیزې کرښې د کارونو له بشپړېدو سره به په تجارتي او ترانزیټي برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځ ته او د مسافر وړونکو ریلي انتقالاتو په لګښتونو کې به هم ډېر کموالی رامنځ ته شي.




