د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اکسپانه ليکلي، د سرپرست حکومت تخنيکي پلاوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړيوال ټرانزیټ د رييس محمدالله بختيار په مشرۍ د افغانستان لپاره د ايران له ځانکړي استازي حسن کاظمي قمي، د سيستان او بلوچستان ايالت له متخصصينو او استازو سره ليدلي.
دوی په دغه ليدنه کې په چابهار بندر کې د اسانتياوو رامنځته کولو، د افغانستان په ټرانزیټي مالونو د ماليې په کمولو، له دغه بندر څخه تر عامه ځايونو د ټرانسپورټ د لګښت کمول او همداراز د نورو ستونزو پر حل خبرې شوي.
دوی همداراز د ياد بندر له لارې د کښتيو د تګ _ راتګ، د يخچال لرونکو کانټينرونو د شمېر زياتوي، په بندر کې د کانتينرونو لپاره د ځمکې مشخص والی او په اوږدمهاله اجاره ورکول او د چابهار په سیمه کې د افغان سوداګرو لپاره د ښارګوټي په جوړېدو دوه اړخيزو نظرونه تبادله کړي.




