کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه صندق پرانستل شو

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس‌پاڼه په يوه ليکلي بيان کې ويلي، د دغه معاونيت د سرپرست او نورو ګڼو لوړپوړو چارواکو له لوري نن کابل کې له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق پرانستل شو.   د پرانستې په دغه مراسمو کې اقتصادي مرستيال ويلي، د ياد صندق په پرانستې سره به له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ تر څنګ اسانت…

2024-06-06 02:55 133۱ دقیقې لوستل
له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه صندق پرانستل شو

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس‌پاڼه په يوه ليکلي بيان کې ويلي، د دغه معاونيت د سرپرست او نورو ګڼو لوړپوړو چارواکو له لوري نن کابل کې له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق پرانستل شو.

 

د پرانستې په دغه مراسمو کې اقتصادي مرستيال ويلي، د ياد صندق په پرانستې سره به له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ تر څنګ اسانتياوې، د سوداګرۍ، ټرانزيټ، صنعت او د کورنيو توليداتو د ودې بهير ګړندی ک

شي او همداراز به ډېری هېوادوالو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي.

 

نوموړي همداراز ويلي، له خصوصي سکټور ملاتړ، کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته په هيواد کې د پانګونې زمينه برابرول او د کورني صنعت پرمختګ د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي.

 

په همدې حال کې د شرکتونو د تضميناتو، تاميناتو او طلباتو ورکړه هم پيل شو.

 

اقتصادي مرستيال په يادو مراسمو کې ويلي، حکومت به په هغه واردېدونکو توکو تعرفې لوړې کړي چې په هېواد دننه جوړيږي، خو لا يې هم سوداګر له بهرنيو هيوادونو راوړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب