کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له هرات څخه په لومړي ځل بهرنيو هېوادونو ته بترۍ صادر شوې

د هرات ځايي مسوولينو ويلي، د دغه ولايت له صنعتي ښارګوټي څخه د لومړي ځل لپاره سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د ۴۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت لس کانټينره بټرۍ صادرې شوې. د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين هرات کې په جوړو شويو مراسمو کې ويلي، هېواد کې د صنعت په برخه کې مهم پرمختګونه شوي او د پانګونې لپاره مناسبه فضا هم…

2025-12-23 09:29 188۱ دقیقې لوستل
له هرات څخه په لومړي ځل بهرنيو هېوادونو ته بترۍ صادر شوې

د هرات ځايي مسوولينو ويلي، د دغه ولايت له صنعتي ښارګوټي څخه د لومړي ځل لپاره سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د ۴۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت لس کانټينره بټرۍ صادرې شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين هرات کې په جوړو شويو مراسمو کې ويلي، هېواد کې د صنعت په برخه کې مهم پرمختګونه شوي او د پانګونې لپاره مناسبه فضا هم رامنځته شوې ده.

نوموړي ويلي، د له افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته صادرات د حکومت له مهمو موخو څخه دي او دغه راز له پانګوالو څخه ملاتړ کوي.

مسوولينو ويلي، نړيوال بازار ته د افغانستان د تولید شويو توکو صادرېدل د اقتصادي ودې او ظرفيت لوړېدو په برخه کې مهم دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب