کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

لېسټ ای سیالیو کې مس عینک بست لوبډلې ته په ۳ منډو ماتې ورکړه

(کوه نور، اسد ۳۰، ۱۴۰۴): د لیسټ ای ټورنمنټ د اتم پړاو د لوبو په دوام نن چهارشنبه د مس عینک او بست لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه. په دې لوبه کې مس عینک لوبډلې په پوره پنځوس اورونو کې د ۹ ویکټو په زیان سیالې لوبډلې ته ۳۰۶ هدف وټاکه.د یادې لوبډلې په ګټه نوید عبید ۱۱۲، افسر ځاځي ۴۵، رحمان الله ځدران ۳۶، حسن عیسی خېل ۳۲، خالد تڼېو…

2025-08-21 09:41 173۲ دقیقې لوستل
لېسټ ای سیالیو کې مس عینک بست لوبډلې ته په ۳ منډو ماتې ورکړه

(کوه نور، اسد ۳۰، ۱۴۰۴): د لیسټ ای ټورنمنټ د اتم پړاو د لوبو په دوام نن چهارشنبه د مس عینک او بست لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه.

په دې لوبه کې مس عینک لوبډلې په پوره پنځوس اورونو کې د ۹ ویکټو په زیان سیالې لوبډلې ته ۳۰۶ هدف وټاکه.
د یادې لوبډلې په ګټه نوید عبید ۱۱۲، افسر ځاځي ۴۵، رحمان الله ځدران ۳۶، حسن عیسی خېل ۳۲، خالد تڼېوال ۲۹ او شاهد الله کمال ۲۴ منډې جوړې کړې.

د بست لوبډلې له اړخه توپ اچونه کې سعید شېرزاد، ضیاءالرحمن اکبر، یما عرب او اعجاز الحق دوه دوه ویکټې واخېستې.

بست لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې په ۴۹،۵ اورونو کې د ۹ ویکټو په زیان ۳۰۲ منډې درلودې، چې وروستی لوبغاړی یی ونه توانېد چې څلوریزه ولوبوي او په وروستي توپ یی وېکټه له لاسه ورکړه او لوبډلې یی د ۳ منډو په توپېر ماتې ومنله.

د بست لپاره په توپ وهنه کې رحمت شاه ۸۳، ریاض حسن ۵۱، حضرت الله ځاځي ۴۷ او اعجازالحق ۲۹ تر نورو زیاتې منډې وکړې، چې ر وړاندې یی د مس عینک لپاره په توپ اچونه کې عبدالله تره خېل ۳، ظاهرخان ۲، دولت ځدران، خلیل احمد او شاهدالله یوه - یوه ویکټه واخېسته.

نوید عبید د نن لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د یاد ټورنمنټ د لوبو په دوام سبا جمعه د اګسټ په ۲۲مه د بندامیر او سپین غر لوبډلو ترمنځ لوبه کېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب