کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

متحده عربي اماراتو د سرپرست حکومت د سفير باورليک ومانه

د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان کړی، د دې هېواد د دولت رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان ابوظبۍ کې د سرپرست حکومت د سفیر مولوي بدرالدین حقاني باورلیک منلی دی.  د اماراتو حکومت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امارتو دولت رییس د افغانستان سفیر سربېره د یو شمېر نورو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه هم منلي دي.  په همدې موخه ج…

2024-11-28 01:09 46۱ دقیقې لوستل
متحده عربي اماراتو د سرپرست حکومت د سفير باورليک ومانه

د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان کړی، د دې هېواد د دولت رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان ابوظبۍ کې د سرپرست حکومت د سفیر مولوي بدرالدین حقاني باورلیک منلی دی.

 د اماراتو حکومت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امارتو دولت رییس د افغانستان سفیر سربېره د یو شمېر نورو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه هم منلي دي.

 په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې شیخ محمد بن زاید بېلابېلو هېوادونو سره د دوه اړخیزو اړېکو په پیاوړتیا ټېنګار کړی او ویلي یې دي چې دغه اړېکې په متقابل درناوي ولاړې دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب