کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

متحده عربي اماراتو کې د الکترونیکي تذکرو وېش پیلېدو لپاره ټیم ولېږل شو

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ په برخه کې د پراختیا لپاره په متحده عربي اماراتو کې د تذکرو د وېش څانګه فعالوي.  ورته مهال یادې ادارې د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ ښار ته د د آسان خدمت تر چتر لاندې د الکترونیکي تذکرو د وېش ټیم لېږلي چې په نږدې ورځو کې به خپل فعالیتونه…

2024-06-30 05:10 95۱ دقیقې لوستل
متحده عربي اماراتو کې د الکترونیکي تذکرو وېش پیلېدو لپاره ټیم ولېږل شو

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ په برخه کې د پراختیا لپاره په متحده عربي اماراتو کې د تذکرو د وېش څانګه فعالوي.

 ورته مهال یادې ادارې د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ ښار ته د د آسان خدمت تر چتر لاندې د الکترونیکي تذکرو د وېش ټیم لېږلي چې په نږدې ورځو کې به خپل فعالیتونه پیل کړي.

د دغه ملي ادارې عمومي رییس وایي، هڅه کوي ترڅو  په کور دننه او بهر ټول افغانانو په اسانۍ سره الکترونیکي تذکرې ترلاسه او له ګټو یې برخمن شي. 
نوموړي د الکتروني تذکرو د وېش څانګې فعالېدل په یاده برخه کې مهم ګام بللي.

د یادولو وړ ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د بهرنیو چارو وزارت سره په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت او د الکترونیکي تذکرو د وېش، له وېش وروسته خدمتونو، زېږون کارتونو او د مړینې د پارچو د وېش په تړاو د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې په ۴مه نېټه هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و چې پر اساس به یې په نږدې راتلونکي کې په ایران او ځينې نورو هېوادونو کې هم د دې الکترونیکي تذکرو وېش څانګې فعالې شي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب