کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مجاهد: په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې او پوځي تجهیزات زموږ ملکیت دی

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اېراف ایراني رسنۍ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او پوځي تجهیزات د طالبانو ملکیت دی او په هېڅ صورت به یې امریکا ته ونه سپاري.  مجاهد دغه څرګندوې داسې مهال کړې دي، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ څه موده وړاندې ویلي و چې د متحده ایالاتو پوځ به ټول هغه…

2025-03-10 00:16 155۲ دقیقې لوستل
مجاهد: په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې او پوځي تجهیزات زموږ ملکیت دی

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اېراف ایراني رسنۍ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او پوځي تجهیزات د طالبانو ملکیت دی او په هېڅ صورت به یې امریکا ته ونه سپاري.

 مجاهد دغه څرګندوې داسې مهال کړې دي، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ څه موده وړاندې ویلي و چې د متحده ایالاتو پوځ به ټول هغه تجهیزات چې په افغانستان کې پاتې دي، بېرته ترلاسه کړي.

دغه راز ذبیح الله مجاهد په دغه مرکه کې د بګرام هوایي اډې په تړاو ویلي:« بګرام د افغانستان خاوره ده او د اسلامي امارات په کنټرول کې ده او هېڅ کوم بهرني هېواد ته دا اجازه نه ورکوي چې خپل یو پوځی هم هلته راولېږي او یا و اوسېږي.»

په مرکه کې د سرپرست حکومت ویاند امریکا اشغالګره بللې او زیاته کړې یې ده چې امریکا په افغانستان کې د خپل تېر شل کلن حضور پر مهال افغانانو ته ګڼ زیانونه اړولي دي او دوی به د امریکا هېڅ ډول فشار ته تسلیم نشي.

په مرکه کې مجاهد په افغانستان کې د داعش حضور رد کړې او د افغانستان خاوره یې په بشپړه توګه د داعش له حضوره پاکه بللې.

هغه ادعا کړې، اوس‌مهال یاده ډله د پاکستان له خاورې خپل فعالیتونه کوي.

د ویلو ده، په دغو تجهیزاتو کې شاوخوا ۴۰۰۰۰ زغره‌وال او پوځي وسایط هم شامل دي چې دا مهال د اسلامي امارات د ادارې په واک کې دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب