کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

محمد اسحق صاحبزاده په چین کې د UIC دولسمه غونډه کې ګډون کړی

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس خبر ورکړی چې د اوسپنیزې کرښې مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده چین کې د اوسپنې پټلۍ د نړۍوالې اتحادیې(UIC) په ۱۲ مه نړۍواله کنګره کې ګډون کړی دی. دغه کنګره چې سږکال د چین هېواد او د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستال په کوربتوب ترسره شوه پکې د نړۍ د ۶۰ هېوادونو جګ رتبه چارواکو، د اوسپنیزې…

2025-07-12 05:46 270۱ دقیقې لوستل
محمد اسحق صاحبزاده په چین کې د UIC دولسمه غونډه کې ګډون کړی

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس خبر ورکړی چې د اوسپنیزې کرښې مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده چین کې د اوسپنې پټلۍ د نړۍوالې اتحادیې(UIC) په ۱۲ مه نړۍواله کنګره کې ګډون کړی دی.

دغه کنګره چې سږکال د چین هېواد او د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستال په کوربتوب ترسره شوه پکې د نړۍ د ۶۰ هېوادونو جګ رتبه چارواکو، د اوسپنیزې پټلۍ ماهرینو، کارپوهانو، څېړونکو او د اوسپنیزې کرښې د مخکښو شرکتونو مسوولانو ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې ګډون کوونکو په نړۍواله توګه د اوسپني پټلۍ د وروستیو انکشافاتو، پرمختګونو، ظرفیت لوړونې، او عصري ټکنالوژۍ کارونې په اړه په بشپړه توګه بحثونه ترسره او نظرونه تبادله شول.

د غونډې په جریان کې د اوسپنې پټلۍ د مخکښو نړۍوالو شرکتونو او نهادونو لخوا د اوسپنیزې کرښې په تړاو تجربې، نظرونه، څېړنې نوښتونه او عصري ټکنالوژۍ د غونډې له ګډونوالو سره شریکې او نندارې ته وړاندې شوې.

د یادونې ده چې افغانستان له ۲۰۱۳ کال راپه دېخوا د اوسپنې پټلۍ د نړۍوالې اتحادیې(UIC) غړیتوب لري او هڅه کوي چې د نړۍوالو میتودونو او عصري ټکنالوژۍ په ګټه اخیستنې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکه معیاري او ظرفیت یې لوړ کړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب