کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

محمد نبي د لومړي افغان لوبغاړي په توګه نړيوال کرکټ کې ۳۰۰ لوبې پوره کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټول چاري‌ لوبغاړي‌ محمد نبي عیسی خېل لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په نړيوال کرکټ کې يې د افغانستان په استازيتوب ۳۰۰ سیالي بشپړې کړې.   محمد نبي خپله لومړۍ نړيواله لوبه په ۲۰۰۹ زيږديز کال اپريل مياشت کې د سکاټلنډ خلاف ترسره کړه.   نوموړي تراوسه درې ټسټ، ۱۶۷ يو ورځنۍ او ۱۲۹ ش…

2024-12-11 17:32 165۱ دقیقې لوستل
محمد نبي د لومړي افغان لوبغاړي په توګه نړيوال کرکټ کې ۳۰۰ لوبې پوره کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټول چاري‌ لوبغاړي‌ محمد نبي عیسی خېل لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په نړيوال کرکټ کې يې د افغانستان په استازيتوب ۳۰۰ سیالي بشپړې کړې.

 

محمد نبي خپله لومړۍ نړيواله لوبه په ۲۰۰۹ زيږديز کال اپريل مياشت کې د سکاټلنډ خلاف ترسره کړه.

 

نوموړي تراوسه درې ټسټ، ۱۶۷ يو ورځنۍ او ۱۲۹ شل اوريزه لوبې ترسره کړي دي.

 

ده‌ خبره ۳۰۰مه لوبه نن د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړه.

 

بايد ياده شي چې نوموړي څه موده وړاندې له افغان کرکټ بورډ سره په خبرو کې ويلي وو، له راتلونکې چمپينز ټرافي وروسته به له کرکټ تقاعد واخلي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب