کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ ميليارده افغانيو په ارزښت پروژې منظورې کړې

د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبر پاڼه کې ويلي، د دغه معاونیت د سرپرست په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون د نږدې ۲.۵ ميليارده افغانيو په ارزښت اته پروژې منظورې، او ۱۳ نورې تعديل کړې. سرچینې ويلي، ټولې ۲۹ پروژې وې چې له جملې يې اته منظور، ۱۳ تعديل، دوه لغوه او شپږ نورې پروژې هم په تدارکاتي پروسو کې د شته ستونزو له ا…

2025-03-16 02:44 139۱ دقیقې لوستل
ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ ميليارده افغانيو په ارزښت پروژې منظورې کړې

د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبر پاڼه کې ويلي، د دغه معاونیت د سرپرست په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون د نږدې ۲.۵ ميليارده افغانيو په ارزښت اته پروژې منظورې، او ۱۳ نورې تعديل کړې.

سرچینې ويلي، ټولې ۲۹ پروژې وې چې له جملې يې اته منظور، ۱۳ تعديل، دوه لغوه او شپږ نورې پروژې هم په تدارکاتي پروسو کې د شته ستونزو له امله لغوه شوې.

په منظور او تعديل شويو پروژو کې د کندهار ولایت دهلې بند د ساتنې او بیا رغونې چارې بشپړول، د کابل طبي پوهنتون د علي اباد روغتون د پاتې چارو بشپړول، د کندهار په دامان ولسوالي او پل باغ سیمه کې د ترانسپورتي ترمينلونو جوړول، د کابل کندهار لويې لارې د پاتې برخو جوړول او نورې پروژې شاملي دي.

د سرچینې په خبره، يادې پروژې د سرپرست حکومت له لوري تمويلېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب