کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملي دفاع وزارت: د پاکستان د پوځ د وياند وروستۍ څرګندونې بې بنسټه دي

د ملي دفاع وزارت وياند پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان د پوځ د وياند هغه ادعاوې بې بنسټه او له حقیقت لرې بللي چې په‌ په‌ دغه هېواد کې يې د چينايي انجينرانو پر موټر د بريد پړه په افغان لوري اچولې وه. کابو يو مياشت وړاندې د پاکستان په خيبر پښتوخوا کې د چينايي انجينرانو پر موټر بريد وشو چې پکې‌ پنځه تنه وژل شوي…

2024-05-07 19:41 93۲ دقیقې لوستل
ملي دفاع وزارت: د پاکستان د پوځ د وياند وروستۍ څرګندونې بې بنسټه دي

د ملي دفاع وزارت وياند پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان د پوځ د وياند هغه ادعاوې بې بنسټه او له حقیقت لرې بللي چې په‌ په‌ دغه هېواد کې يې د چينايي انجينرانو پر موټر د بريد پړه په افغان لوري اچولې وه.

کابو يو مياشت وړاندې د پاکستان په خيبر پښتوخوا کې د چينايي انجينرانو پر موټر بريد وشو چې پکې‌ پنځه تنه وژل شوي وو.

تازه د دغه هېواد د پوځ وياند د ياد بريد پړه پر افغانستان اچولې ده.

د ملي دفاع وزارت وياند وايي، خیبر پښتونخوا د پاکستان د امنيتي تدابيرو لاندې‌ ده او په دغه سیمه‌ کې داسې ډول بريدونه کېدل د پاکستان د امنيتي بنسټونو کمزورتيا او يا د دغه هېواد له لوري له تر.هګ.رو سره مرسته ده.

ده‌ همداراز ويلي، مونږ چين ته ډاډ ورکړی چې په‌ داسې ډول مواردو کې ښکېل نه يو.

نوموړي همداراز ادعا کړې چې له پاکستان څخه دا.يش افغانستان ته راځي او د‌‌ دغه هېواد خاوره د افغانستان پر ضد کاريږي.

دا لومړی ځل ندی چې پاکستاني چارواکي دغه ډول ادعاوې کوي، بلکې تر دې وړاندې يې هم په خپل هېواد کې د ډېرو پېښو پړه پر افغانستان اچولې هغه چې د سرپرست حکومت د مسوولانو له لوري بار بار رد شوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب