د ملي پراختيا شرکت ويلي، د سرپل د بلخاب ډبرو سکرو کان د استخراج چارې په په نږدې راتلونکي کې پيل کړي.
د ياد شرکت د مسوولانو په خبره، د ډبرو سکرو په دغه کان کې به څه باندې زر تنو ته د کار کولو زمينه برابره شي.
مسوولان وايي، ټول هغه سړکونه چې د بلخاب کانونه سره نښلوي جوړوي او دغه راز پکې نورې اسانتياوې هم برابروي.
د دغه شرکت په خبره، وروسته له هغه چې د بلخاب ډبرو سکرو کان ورته سپارل شوی، د خلکو له لوري يې ډ ناقانونه استخراج مخه نیولې.
مسوولان هم وايي، اوسمهال د افغانستان د ډبرو سکاره يواځې په پاکستان پلورل کيږي او هڅه کوي چې د منځنۍ اسيا هيوادونو کې هم ورته بازار پيدا کړي.
د معلوماتو له مخې، په دغه کان کې تر نږدې يونيم ميليارد تنو پورې د ډبرو سکاره دي چې په استخراج سره به يې په اقتصادي برخه کې پرمختګ او همداراز ګڼو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.




