د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې څه باندې ۶۲۰ میلیونه ډالر غوښتي.
دې ادارې په دې اړه یوه رپوټ کې ویلي، د روان او راتلونکې کال لپاره یې له دې کډوالو سره د مرستې پلان چمتو کړی خو دغو پیسو ته په روان ۲۰۲۴ کال کې له افغان کډوالو او کوربه ټولنو سره د مرستې لپاره اړتیا لري.
رپوټ کې راغلي چې په دې پلان کې ډېر پام تعلیم ته پر لاسرسي او خلکو ته د کار روزګار پر موندلو ورټول دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په وینا، دغه پلان یې د روان ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کال لپاره چمتو کړی چې له مخې یې غواړي په روان ۲۰۲۴ کال کې ۳ اعشاریه ۲ میلیونه افغان کډوالو سره په ایران او پاکستان کې مرسته وکړي.
د دې ادارې د شمېرو له مخې بشري مرستو ته اړ یو اعشاریه نهه میلیونه افغان کډوال په پاکستان او یو اعشاریه درې میلیونه په ایران کې میشت دي.
خبرياله: حبيبه صها




