د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ځمکې ورځې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغانستان له وچکالۍ او د اقلیم له بدلون سره مخ دی او باید له دغه هېواد سره د مرستې لپاره اغېزناک ګامونه پورته شي.
د دغه پروګرام د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان ۷۹ سلنې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
خبرپاڼه کې راغلي چې په تېر ۲۰۲۳ زیږیز کال کې، افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د زیانمنوونکو هېوادونو په کتار کې شپږم او د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ څلورم هېواد دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش هم د ځمکې د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډيويي پېغام کې غوښتنه کړې چې د اقلیم بدلون او نورو پېښو پر وړاندې باید په ګډه د ځمکې ساتنه وشي.
ګوترش ویلي، د ځمکې کره اقلیم بدلون، د هوا ککړتیا او د بېلابېلو ژویو لمنځه تګ له ګواښ سره مخ کړې ده.




