کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ممتاز زهرا بلوچ: ټول ناقانونه کډوال دې خپلو هېوادونو ته لاړ شي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ ويلي، په پاکستان کې د افغانانو په ګډون ټول مېشت غير قانوني دې خپلو هېوادونو ته لاړ شي. دې همداراز ادعا کړې چې په پاکستان کې ډېرې امنيتي پېښې په افغانستان کې مېشت وسلوالو ډلو پورې تړاو لري. دا لومړی ځل ندی چې پاکستاني چارواکي دغه ډول ادعا کوي؛ بلکې تر دې وړاندې د دغه…

2024-04-04 23:34 312۲ دقیقې لوستل
ممتاز زهرا بلوچ: ټول ناقانونه کډوال دې خپلو هېوادونو ته لاړ شي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ ويلي، په پاکستان کې د افغانانو په ګډون ټول مېشت غير قانوني دې خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

دې همداراز ادعا کړې چې په پاکستان کې ډېرې امنيتي پېښې په افغانستان کې مېشت وسلوالو ډلو پورې تړاو لري.

دا لومړی ځل ندی چې پاکستاني چارواکي دغه ډول ادعا کوي؛ بلکې تر دې وړاندې د دغه هېواد د لوی درستيز، دفاع وزير او اطلاعاتو وزير لخوا هم ورته ادعاوې شوي دي هغه چې سرپرست حکومت بار بار رد کړي دي.

د‌ دې په خبره هېواد يې له افغان چارواکو غواړي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

بلخوا بیا افغان چارواکي د پاکستاني چارواکو دغه ډول څرګندونې ردوي او ډاډ ورکوي چې خاوره يې د هيچا په ضد نه کاريږي.

افغان چارواکي وايي، پاکستان دې د خپل هېواد ساتنه په خپله وکړي او خپلې امنيتي پېښې دې په افغانستان پورې نه تړي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به ۶۶ زره نور غير قانوني کډوال بېرته افغانستان ته را وليږي.

د بخښنې نړيوال سازمان بيا له پاکستان غوښتي چې له خپل هېواد دې افغان کډوال نه وباسي او په دې اړه يې پاکستان ته د پلاوي لېږلو خبر هم ورکړی وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب