پاکستان بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان سره راته ډيپلوماتيکې اړيکې لومړيتوب لري او د ډيپلوماتيکو برمانو په سر کې قرار لري.
د دغه هېواد بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهره بلوچ په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته ويلي، د «هېواد ډېره اندېښنه يې افغانستان کې د ترهګرو پټنځايونه دي».
ممتاز همداراز ويلي، اسلام اباد له کابل سره په ټولو موضوعاتو کې اړيکې لري او غواړي چې سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او د سرحدونو مديريت پياوړی کړي.
بلوچ دغه خبرې داسې مهال کوي چې سه شنبې ماښام پاکستاني جيټ الوتکو پکتيکا برمل ولسوالي کې بمبار وکړ او د حکومت د وياند په خبره عام خلک يې په نښه کړل.
دغه بريدونو کې ۴۶ تنه ووژل شول او ۶ نور ټپيان شول.
ملي دفاع وزارت هم برید غندلی او د غچ اخیستو خبره يې کړې ده.




