د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د ګيلامن وزير وژل کېدو ته په اشارې ادعا کړې چې دی له استعماري حکومت څخه د ازادي د ترلاسه کولو په موخه د پنجاب له لوري ووژل شو.
د ګيلامن وزير په وژل کېدو ګڼ شمېر خلکو غبرګونونه هم ښودلي دي.
پښتون سیاستوال محسن داوړ ويلي، ګيلامن وزير پر افغان خاورې مئين وو او په خپله شاعري کې يې پر مونږ شوي ظلمونه ډېر ښه بيان کړي دي.
د عوامي نشنل ګوند مشر اجمل ولي خان بيا ويلي: «پر ګيلامن ګوزار کوم عادي ګوزار نهدي او دا يو پلان شوی کار دی»
ده همداراز ويلي، د قاتل نه نيول شک پيدا کوي او ښکاري چې پلان دی.
نوموړي ويلي، عوامي نشنل ګوند له پښتون ژغورنې غورځنګ سره ولاړ دی او هر ډول مرسته ورسره کوي.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي نوين الحق ويلي: «تاسو به يو ګيلامن ووژنئ؛ خو زر نور به پيدا شي.»
ورته مهال بيا راشد خان، محمد نبي، عظمت الله عمرزي او رحمن الله ګربز هم د نوموړي په وژل کېدو خواشيني ښودلې.




