په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا وایي چې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ دی.
هغه اندېښنه څرګنده کړې، کېدای شي دغه وسلې او پوځي تجهیزات د وسلهوالو ډلو په لاس ورشي او دا به له سیمې بهر امنیت هم له ګواښ سره مخ کړي.
نوموړي دغه څرگندونې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان پېچلو امنیتي شرایطو او د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو حضور ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې ترهګر هڅه کوي وضعیت بې ثباته کړي او نه یوازې افغانستان بلکې سیمه هم کمزورې کړي.
نبنزیا په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه ډول حکومت د افغانستان، سیمې او له هغه بهر د سولې او ټیکاو لپاره یو کلیدي ارزښت لري.
ورته مهال د سرپرست حکومت ویاند ذبیحمجاهد له اېراف ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې پاتې وسلې او پوځي تجهیزات د اسلامي امارت دی.
نوموړي په مرکه کې په تونده لهجه ویلي چې له افغان خاورې هیڅ کوم هېواد ته زیان نشته او د داعش حضور یې په افغانستان کې ردکړی.




