د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولانو نن د حکومت د رسنيو مرکز کې د تېر يوه کال لاسته راوړنې له رسنيو سره شريکې کړې.
د دغه وزارت سرپرست ويلي، د کابل سروبي ولسوالي نغلو سیمه کې د لس میګاواټه لمريزې برېښنا پروژه بشپړه شوې او په نږدې راتلونکې کې به د ګټې اخيستنې په موخه پرانستل شي.
نوموړي دغه راز ويلي، په فراه، اروزګان او پکتيکا کې يې هم د اته میګاواټه لمريزې برېښنا هوکړهليکونه لاسليک کړي دي.
د مسوولانو په خبره، په هېواد کې د ۱۴۰ کوچنيو بندونو له جملې يې د ۱۱۷ بندونو ساختماني چارې بشپړې شوې او پاتې هغه يې تر کار لاندې دي.
د سرچينې په خبره، په همدې موده کې د بخشاباد بند د رغولو چارې ۳۷ سلنه مخ ته تللي او په جوړېدو سره به يې ۶۸ زره هکټاره ځمکه خړوبه او ۲۷ میګاواټه بریښنا توليد شي.
ياد وزارت دغه راز ويلي، زابل کې د تورې بند چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي چې په بشپړېدو سره به یې ۵۶۰ هکټاره ځمکه خړوبه او ۳ ميليون متره مکعب اوبه به هم ذخیره کړي.
د دغه وزارت په خبره، له الوان دښتې څخه تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کيلو ولټ لين د غځولو چارې يې هم پيل کړي دي.




