کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ننګرهار کې تېر کال د څه باندې ۷۶.۴ ميلیونه ډالرو په لګښت پروژې پلې شوې

د ننګرهار د اقتصاد رییس د يو خبري کنفرانس پر مهال ویلي، یاد ولايت کې تېر کال د کورنيو او بهرنيو موسساتو په ۷۶ ميلیونه، ۴۱۰ زره او ۳۰۰ امريکايي ډالرو مالي لګښت په بېلابېلو برخو کې ۲۱۱ پروژې پيل شوې چې له جملې يې ۱۲۱ بشپړې شوې او د ۹۰ پروژو چارې جريان لري. د نوموړي په وینا،  تېر کال ملي بوديجې څخه په دې ولايت کې د ۳…

2024-07-13 23:37 117۱ دقیقې لوستل
ننګرهار کې تېر کال د څه باندې ۷۶.۴ ميلیونه ډالرو په لګښت پروژې پلې شوې

د ننګرهار د اقتصاد رییس د يو خبري کنفرانس پر مهال ویلي، یاد ولايت کې تېر کال د کورنيو او بهرنيو موسساتو په ۷۶ ميلیونه، ۴۱۰ زره او ۳۰۰ امريکايي ډالرو مالي لګښت په بېلابېلو برخو کې ۲۱۱ پروژې پيل شوې چې له جملې يې ۱۲۱ بشپړې شوې او د ۹۰ پروژو چارې جريان لري.

د نوموړي په وینا،  تېر کال ملي بوديجې څخه په دې ولايت کې د ۳۰۲ ميليونه افغانيو په مالي لګښت ۱۳ پروژې پلې شوي دي او سږکال د دوه ميليارده افغانيو په ارزښت ۱۵۴ پروژې وړانديز شوې چې له منظورېدو وروسته به يې عملاً چارې پيل شي.

د معلوماتو له مخې، دغه ولایت کې ۱۵۷ موسسې فعاليت کوي چې له ډلې يې ۴۷ بهرنۍ او ۱۱۰ داخلي دي او په دې وروستيو کې ۳۰ نورو کورنيو او بهرنيو موسسو تازه فعاليت پيل کړی.

د یادونې وړ ده چې تېر کال په یادو پروژو کې ۱۳زره ۵۰۰ کسانو ته لنډ مهاله او اوږدمهال کاري او د مېرمنو په ګډون يې سلګونه کسانو ته د حرفوي زده کړو زمينې برابرې کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب