کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ننګرهار کې د ځمکي توتانو په حاصلاتو کې ډېروالي راتلو ته د کروندګرو خوشبیني

د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چې سږکال به یاد ولایت کې ځمکي توتان د تېرکال په پرتله ډېر حاصل ورکړي چې د اټکل له مخې به ترینه ۴۸۰ مټریک ټنه حاصلات تر لاسه شي. ددغه ریاست ویاند اجمل سبحاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ځمکي توتان د کوکنارو ښه بدیل دی او د پراختیا لپاره یې د یاد ریاست د مسوولانو…

2025-04-07 23:24 269۲ دقیقې لوستل
ننګرهار کې د ځمکي توتانو په حاصلاتو کې ډېروالي راتلو ته د کروندګرو خوشبیني

د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چې سږکال به یاد ولایت کې ځمکي توتان د تېرکال په پرتله ډېر حاصل ورکړي چې د اټکل له مخې به ترینه ۴۸۰ مټریک ټنه حاصلات تر لاسه شي.

ددغه ریاست ویاند اجمل سبحاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ځمکي توتان د کوکنارو ښه بدیل دی او د پراختیا لپاره یې د یاد ریاست د مسوولانو هڅې دوام لري.

د سبحاني په خبره ځمکي توتان د ننګرهار په دره نور، خوږیاڼو، سره رود، کوټ او نورو ولسوالیو کې پر ۳۶۵ جریبه ځمکه کرل شوي چې د حاصلاتو لپاره یې دوی خوښ دي.

نوموړي ویلي دغه توتان چې په ۳۶۵ جریبه ځمکه باندې کرل شوي دي د اټکل له مخې به ترینه ۴۸۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شي.

د ننګرهار د کرنې او اوبو لګولو ریاست د ویاند د مالوماتو په اساس په یاد ولایت کې تېرکال په پر ۲۳۵ جریبه ځمکه کې ځمکي توتان کرل شوي و چې ۳۱۷ مټریک ټنه حاصلات ور څخه تر لاسه شوي وو.

بلخوا په ننګرهار کې د ځمکي توتانو کروندګر د دغه توتانو کرلو ته خوشحاله دي او وایې چې سږکال ددغه توتانو په حاصلاتو کې د ډېروالي راتللو ترڅنګ د ځمکي توتانو بازار هم د تېرکال پر پرتله ښه دی.

دوی له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د ځمکي توتانو ګټه د نورو فصلونو پر پرتله ډېره او کارونه او لګښت یې کم دی.

په ننګرهار کې د ځمکي توتانو کروندګر له حکومته غواړي چې هېواد ته په راتلونکو ځمکي توتانو دې ګمرکي تعرفې لوړې کړې او یا دې هم هېواد کې د ځمکي توتانو د رسېدلو پرمهال دوی ته د هغې د وارداتو اجازه ورکړي.

باید وویل شي چې ننګرهار د هېواد له ولایتونو یو حاصل ورکونکی ولایت دی چې هرکال پکې په حاصلاتو کې د تېرکال په پرتله ډېروالی راځي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب