کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نړۍوال بانک افغانستان سره ۸۴ ميليون ډالره مرسته اعلان کړه

د نړۍوال بانک مديره پلاوي د دغه بانک د نړۍوالې پرمختيايي ټولنې له لوري، د افغانستان له پایښت او معيشت پروژې سره ۸۴ ميليونه ډالره مرسته منظوره کړې ده.   دغه بانک په خپره کړې خبرپاڼه کې ليکلي، يادې مرستې به په ښاري او کليوالي پروژو، د اقلیمي بدلونو سره پر مبارزو او د نويو راستنېدونکو کډوالو ته د بوختيا او اسانتياوو…

2024-05-01 04:02 141۱ دقیقې لوستل
نړۍوال بانک افغانستان سره ۸۴ ميليون ډالره مرسته اعلان کړه

د نړۍوال بانک مديره پلاوي د دغه بانک د نړۍوالې پرمختيايي ټولنې له لوري، د افغانستان له پایښت او معيشت پروژې سره ۸۴ ميليونه ډالره مرسته منظوره کړې ده.

 

دغه بانک په خپره کړې خبرپاڼه کې ليکلي، يادې مرستې به په ښاري او کليوالي پروژو، د اقلیمي بدلونو سره پر مبارزو او د نويو راستنېدونکو کډوالو ته د بوختيا او اسانتياوو په برابرولو ولګول شي.

 

د افغانستان د پايښت او معيشت پروژه له ۲۰۲۲ کال راهيسې فعاليت کوي چې تراوسه يې له ۷۷۶ زره زياتو کورنيو ته لنډمهالې بوختياوې پېدا کړي او همداراز څه باندې ۹۲ زره زيانمنو کورنيو ته نغدي او غذايي مرستې ويشلې دي.

 

خبرپاڼه کې راغلي، د دغې پروژې له لارې نږدې ۷.۴ ميليونه وکړو پاکو اوبو، منظمو لارو او روغتيايي خدماتو ته لاسرسی پېدا کړی دی.

 

دغه مرسته داسې مهال کيږي چې دغه بانک څه موده وړاندې له کوچنيو سوداګرو سره د مرستې په موخه هم شپاړلس ميليونه ډالر مرسته کړې وه.

 

دا په داسې حال کې ده چې روان کال ملګرو ملتونو په يوه راپور کې ويلي و چې په افغانستان کې ۲۳ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب