په سږ کال نړۍوال جام کې د افغانستان سفر له اته لوبو وروسته په نيمه پای لوبه کې پای ته ورسېده.
افغان لوبډلې په لومړي پړاو کې له یوګاندا، نيوزيلنډ، پاپونيګيني او ويسټ انډيز سره په دويم پړاو کې به هند، اسټراليا او بنګلاديش سره او نيمه پای لوبه کې له سويلي افريقا سره لوبه وکړه.
په يادو لوبو کې افغان لوبډلې يواځې له هند، ويسټ انډيز او سويلي افريقا ماتې وخوړې او په نورو سياليو کې یې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې.
په دغه لړۍ کې رحمن الله ګربز په اته لوبو کې د ۲۸۱ منډو په درلودلو سره لومړی مقام له ځان سره لري.
له نوموړي وروسته اسټراليايي لوبغاړي هيډ دويم مقام او روهيت شرما بيا درېيم مقام له ځان سره لري.
ابراهيم ځدران د ډېرو منډو لرونکو په لېست کې د ۲۳۱ منډو په جوړولو سره څلورم ځای لري.
په توپ اچونه کې بيا فضل الحق فاروقي د ۱۷ ويکټو په درلودلو سره د جام له پيله لومړی ځای له ځان سره لري او له نوموړي وروسته بيا هندی تېز توپ اچوونکی ارشديپ سینګ پنځلس ويکټې، راشد خان ۱۴ ويکټې او راشد حسین هم د ۱۴ ويکټو په درلودلو سره څلورم مقام له ځان سره لري.
د ډېرو ويکټو اخيستونکو لوبغاړو په لېست کې افغان تېز توپ اچوونکی نوين الحق د ۱۳ ويکټو په اخيستو شپږم له ځان سره لري.
که په پای لوبه کې هندی بالر ارشديپ سینګ درې ويکټې ترلاسه کړي، نو له افغان تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي به دغه مقام ترلاسه کړي.
د نړۍوال جام پای لوبه سبا د هند او سويلي افريقا ترمنځ ترسره کيږي.




