کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نیوزیلنډ د هرارې درې اړخیزه شل اوریزه سیالیو اتلولي وګټله

کابل – کوه‌نور، ۵ اسد ۱۴۰۴: راپور: هدايت دانش  د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوی په کوربتوب د درې اړخیزې شل اوریزې سیالیو پای لوبه کې سویلي افریقا ته د درې منډو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله. یاده درې اړخیزه لوبلړۍ د زمبابوی، نیوزیلنډ او سویلي افریقا ترمنځ ترسره شوه، چې پای لوبه یې…

2025-07-27 01:50 214۲ دقیقې لوستل
نیوزیلنډ د هرارې درې اړخیزه شل اوریزه سیالیو اتلولي وګټله

کابل – کوه‌نور، ۵ اسد ۱۴۰۴:

راپور: هدايت دانش

 د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوی په کوربتوب د درې اړخیزې شل اوریزې سیالیو پای لوبه کې سویلي افریقا ته د درې منډو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.

یاده درې اړخیزه لوبلړۍ د زمبابوی، نیوزیلنډ او سویلي افریقا ترمنځ ترسره شوه، چې پای لوبه یې د نیوزیلنډ او سویلي افریقا ترمنځ د هرارې په لوبغالي کې وشوه. په دې سیالۍ کې نیوزیلنډۍ لوبډلې د پچې ګټلو وروسته توپوهنه وکړه او د ۷ ویکټو په زیان یې ۱۸۱ منډې جوړې کړې. د ټاکل شوي هدف په ځواب کې سویلي افریقا لوبډله یوازې ۱۷۷ منډو ته ورسېده او د ۶ ویکټو له لاسه ورکولو سره یې د ۳ منډو په توپیر ماتې ومنله.

په دې لوبلړۍ کې کوربه زمبابوۍ څلور لوبې وکړې چې ټولې یې وبایللې.

د سویلي افریقا لوبډلې په ټوله کې پنځه لوبې وکړې؛ دوه یې د زمبابوی پر وړاندې وګټلې، خو درې یې پر نيوزینډ وبايللې — چې یوه یې د پای لوبه وه.

اتلې نیوزیلنډۍ لوبډلې پنځه واړه لوبې وګټلې، چې دوه د زمبابوی او درې یې د سویلي افریقا پر وړاندې وې، او بې له کومې ماتې یې د سیالیو اتلولي خپله کړه.

په انفرادي ډول، ټایم سیفرټ د ۱۹۶ منډو په جوړولو د لوبلړۍ تر ټولو مخکښ توپوهونکی شو، او مت هنري د ۱۰ ویکټو اخیستلو له کبله د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب