کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هندواڼه او پښتورګو ناروغي ته يې زيانونه

د داخلي درملو انالز په يوه تحقيقي راپور کې ويلي، هغه کسان چې د پښتورګو اوږد مهاله ناروغي لري د هندواڼو خوړل ورته زيان لري.   د ياد راپور پر بنسټ هندواڼه چې‌ د ګرمۍ په موسم کې‌ تر نورو مېوو ډېره خوړل کيږي او په اړه يې عام باور دا دی چې‌ روغتيا ته زيان نلري؛ خو داسې نده او د پښتورګو ناروغانو لپاره په…

2024-04-26 02:32 43۲ دقیقې لوستل
هندواڼه او پښتورګو ناروغي ته يې زيانونه

د داخلي درملو انالز په يوه تحقيقي راپور کې ويلي، هغه کسان چې د پښتورګو اوږد مهاله ناروغي لري د هندواڼو خوړل ورته زيان لري.

 

د ياد راپور پر بنسټ هندواڼه چې‌ د ګرمۍ په موسم کې‌ تر نورو مېوو ډېره خوړل کيږي او په اړه يې عام باور دا دی چې‌ روغتيا ته زيان نلري؛ خو داسې نده او د پښتورګو ناروغانو لپاره په دغه‌ مېوه‌ کې د زياتې اندازې پوتاشيم له امله‌ په زيان ده.

 

د راپورنو له مخې د امريکا په متحده ايالتونو کې‌ له هرو بل تنو يې څوارلس د پښتورګو په ناروغي اخته دي، د هندواڼې د خوراک په هکله ورته د احطياط سپارښتنه شوې.

 

هندواڼه چې په خپل ترکيب ۹۲٪ اوبه لري او د خلکو له لوري په اوړي کې د خوراک لپاره غوره ټاکنه ګڼل کيږي.

 

د سرچينې د معلوماتو له مخې د هندواڼې يوه ټوټه چې ۱۷.۵ آنچه اوږدوالي ولري، ۵ زره او ۶ ملي ګرامه پوتاشیم لري چې په عادي توګه دغه پوتاشیم د ټولې ورځې د اړتيا نيمايي برخه ده.

 

راپور زیاتوي، د پښتورګو د اوږده مهاله ناروغانو له لوري د هندواڼو ډېر خوراک د مرګ ګواښ پېښوي؛ خو تراوسه لږ خلک په دې‌ هکله خبر دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب