کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هند‌ له افغانستان سره د پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت د واکسینو مرسته کړې

د عامې روغتيا وزير ويلي، هند له افغانستان سره د پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو ناروغيو د واکسینو مرسته کړې ده. نور جلال جلالي دغه راز ويلي، هند ورسره ژمنه کړې چې افغانستان کې به د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت يوه روغتون او دغه راز د تلسیمیا ناروغي ځانګړی مرکز هم جوړ کړي. نوموړي دغه راز ويلي، هند افغانستان ته د درې ميل…

2025-12-24 07:12 305۱ دقیقې لوستل
هند‌ له افغانستان سره د پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت د واکسینو مرسته کړې

د عامې روغتيا وزير ويلي، هند له افغانستان سره د پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو ناروغيو د واکسینو مرسته کړې ده.

نور جلال جلالي دغه راز ويلي، هند ورسره ژمنه کړې چې افغانستان کې به د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت يوه روغتون او دغه راز د تلسیمیا ناروغي ځانګړی مرکز هم جوړ کړي.

نوموړي دغه راز ويلي، هند افغانستان ته د درې ميليونه ډالرو په ارزښت د سرطاني نارغیو د تشخيص ماشینونه او د يو ميليون ډالرو په ارزښت د سرطان ناروغيو واکسین هم ورکړي دي.

هغه دغه‌ راز ويلي، هند ژمنه کړې چې افغانستان ته به د درملونو صادرات هم پيل کړي.

نوموړي دغه څرګندونې هند ته له سفر وروسته کابل کې کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب