د بهرنيو چارو وزارت وياند پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د افغانستان لپاره د هند ځانکړي استازي جي پي سنګ د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره ليدلي.
دوی په دغه ليدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخيزه اړيکو، اقتصادي او ترانزيتي مسايلو خبرې کړي.
سنګ د هند اړيکې له افغانستان سره تاريخي بللي او ويلي يي دي، چې هندوستان په تېرو دوه نیمو کلونو کې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې بشري مرستې کړي دي.
نوموړي همداراز ويلي، هند له افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې اړيکې پراخې کړي او په خبره يې د چابهار بندر له لارې به له افغانستان سره سوداګرۍ ته وده ورکړي.
ورته مهال بیا د بهرنيو چارو سرپرست وزير د هند له بشري مرستو مننه کړې او ويلي يې دي، چې د متوازن سیاست له مخې به له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړيکې پياوړې کړي.




