کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هند کې نن د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو غونډه پیل شوه

د نړۍ د شلو صنعتي هېوادنو سرمشریزه نن د هند په پلازمېنې نوې ډهلې کې پرانیستل شوه.  د جي شل ډلې د غړو هېوادونو مشران به په نوي ډیلي کې د نړۍ پر کړکېچونو، د خوړو نه خوندیتوب، په اوکراین کې د جګړې، انرژۍ اواقتصادي مسایلو په اړه خبرې وکړي. هندي رسنۍ وايي، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د امریکا د ولسمشر جوبا…

2023-09-09 20:07 248۱ دقیقې لوستل
هند کې نن د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو غونډه پیل شوه

د نړۍ د شلو صنعتي هېوادنو سرمشریزه نن د هند په پلازمېنې نوې ډهلې کې پرانیستل شوه. 

د جي شل ډلې د غړو هېوادونو مشران به په نوي ډیلي کې د نړۍ پر کړکېچونو، د خوړو نه خوندیتوب، په اوکراین کې د جګړې، انرژۍ اواقتصادي مسایلو په اړه خبرې وکړي.

هندي رسنۍ وايي، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن ورغلی خو روسيې ورته د بهرنیو چارووزیر سرګي لاوروف او چین ورته صدراعظم لي یانګ استولي دي.

هند د مېلمنو د تګ راتګ پر لارو د ⁧‫بېوزلو پنډ‌غالي‬⁩ د عامه لید د پټېدو په موخه پوښلي او ښار یې په بېلابېلو ډولونو سینګار کړی دی.

جي شل یا د شلو ګروپ د هغو هېوادونو یوه ډله دی، چې د نړیوالو اقتصادي او سیاسي مسئلو په اړه خبرې اترې کوي.

د جي شل هېوادونو غړي د نړۍ د اقتصادي تولید ۸۵ سلنه جوړوي او د نړۍ له ۷۵ سلنې زیاته سوداګرۍ د دوی په لاس کې ده.

همدارنګه د نړۍ دوه پر درېیمه برخه نفوس هم دوی جوړوي.

لیکوال/اېډېټر: Khatira Ishaqzai

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب