د هېنګاو په نوم د بشري حقونو یوه ایراني سازمان ویلي، د ۲۰۲۴ زیږیز کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې ۱۴ افغانان اعدام شوي دي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو کسانو له ډلې د ځينو د اعدام لامل قصدي وژنې او د نشه يي توکو اړوند جرمونه بلل شوي دي.
د خبرپاڼې لهمخې، په تېر ۲۰۲۳ کال کې هم د ایران په بندخونو کې د ۲۸ افغانانو د اعدام حکم صادر شوی و.
تر دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي وو چې د دغه هېواد په بندخونو کې شاوخوا ۶ زره افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.




