کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد کې د اوبو د مدیريت هڅې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت د ۴۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت لګسونه چک ډېمونه جوړوي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، ډېر ژر به د ۴۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د چک ډېمونه د لسګونه پروژو چارې پيل کړي. دغه وزارت په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست شنبه (د سپتمبر ۲۳مه) د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د دې چک ډېمونه د جوړولو په اړه وزارت له رئيسانو او تخنيکي مسوولينو سره د همغږۍ غونډه وکړه. خبرپاڼه…

2023-09-23 13:15 170۲ دقیقې لوستل
هېواد کې د اوبو د مدیريت هڅې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت د ۴۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت لګسونه چک ډېمونه جوړوي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، ډېر ژر به د ۴۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د چک ډېمونه د لسګونه پروژو چارې پيل کړي.

دغه وزارت په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست شنبه (د سپتمبر ۲۳مه) د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د دې چک ډېمونه د جوړولو په اړه وزارت له رئيسانو او تخنيکي مسوولينو سره د همغږۍ غونډه وکړه.

خبرپاڼه زياتوي، دې ناسته کې يوې مشخصې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د دغو پروژو د تطبيق چارې ژر تر ژره په مسلکي ډول مخکې يوسي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د اوبو د بحران د مدیریت او د موسمي سیلابونو د کنټرول، د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا او په هیواد کې د سیلابونو او وچکالۍ د بندونو د کمولو په موخه د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د ۱۴۰ چک ډېمونو د پروژو د تطبیق مسوولیت د حکومت د مشرتابه له لوري، د اوبو او انرژۍ وزارت ته سپارل شوی دی.

دغه وزارت ويلي، چې د دې چک ډېمونو د جوړولو بودجه د حکومت د مشرتابه له لوري په فوق العاده ډول منظور شوې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت په وينا، د دې پروژو په پلي کېدو سره به له وچکالۍ سره د مبارزې، د اوبو د سرچینو د مدیریت او پیاوړتیا په برخه کې مثبت او ګټور ګام پورته شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب